د بغلان ځایي مسوولین وایی، چې د بغلان په بېلابېلو ولسوالیو کې ۵۰۰ کورنۍ د غالیو په اوبدلو بوختې دي. د بغلان د اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی آمر وايي، چې د غالیو اوبدونکو د ستونزو د حل په موخه یې هڅې پیل کړې دي. نوموړي وویل، چې د دغه ولایت د مرکز په ګډون په بېلابېلو ولسوالیو کې شاوخوا ۵۰۰ کورنۍ په غالۍ اوبدلو بوختې دي او له دې لارې خپلې کورنۍ ته نفقه برابروي. د بغلان د غالۍ اوبدونکو د ټولنې رییس وايي، چې د اوبدل شویو غالیو لپاره د مناسب بازار موندنه او په دې ولایت کې د غالیو د خامو موادو د شرکتونو نشتون یې لویې ستونزې دي او له مسوولو چارواکو یې د حل غوښتنه کوي.
































