ځینو متقاعدینو یو ځل بیا په کابل کې، د خزینې ریاست مخې ته د خپلې تنخوا د نه ورکول کېدو له امله لاریون وکړ. متقاعدین وايي چې د سرپرست حکومت د پرلهپسې ژمنو سربېره، کابو دوه کاله کېږي چې تنخواوې یې نه دي ورکړل شوې او له جدي اقتصادي ننګونو سره مخ دي.له دې سره سم، ځینې نور متقاعدین بیا د خپلو حقوقو له نه ورکول کېدو شکایت کوي او له سرپرست حکومته غواړي چې ژر تر ژره دې د دوی تنخوا ورکړي. د سرپرست حکومت ویاند بیا وايي، د متقاعدینو د حقوقو پر کړنلاره کار روان دی او د دغو کورناستو تنخواې به ورکړل شي. تر دې مخکې هم، متقاعدینو څو ځلي په کابل کې، د خپلو حقوقو د نه ورکړې په غبرګون کې اعتراضونه کړي دي.
































