د سټنډرډ ملي اداره وایي، چې پرون یې په نیمروز کې پنځه ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کړي دي. دغې ادارې ویلي، چې په دې وروستیو کې په خورا جدیت د بې کیفیته تېلو د واردولو د مخنیوي لپاره عملي ګامونه اخیستل شوي دي. یادې ادارې له ټولو سوداګرو غوښتنه کړې، ترڅو هېواد ته با کیفیته توکي وارد کړي. هېره دې نه وي، دا لومړی ځل نه دی، چې بې کیفیته تېل بېرته ایران ته مسترد کېږي بلکې؛ له دې وړاندې هم لسګونه ټانکره بې کیفه تېل ایران ته مسترد شوي دي.
































