اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د هند په اوترا پرادېش ایالت کې د سختې تودوخې له کبله لږ تر لږه ۳۴ کسان مړه شوي دي. په راپور کې همداراز راغلي، د مړه شويو کسانو عمر له ۶۰ کلونو لوړ و او هندي ډاکټرانو د لوړ عمر لرونکو کسانو ته سپارښتنه کړې وه چې د ورځې په اوږدو کې په کور کې پاتې شي.
































