د ریاست الوزرا اداري مرستیال یو ځل بیا له بهر مېشتو افغان پانګهوالو غوښتي چې هېواد ته راستانه او په کور دننه پانګونه وکړي. نوموړي پرون د سوداګرۍ او پانګونې خونې له رییس محمد یونس مهمند سره په کتنه کې ویلي چې د سوداګرو او پانګهوالو پر وړاندې د نا امنۍ او فساد په څېر اصلي خنډونه له منځه وړل شوي دي. نوموړي په دې لیدنه کې ویلي چې سرپرست حکومت د سوداګرو او پانګهوالو پر وړاندې خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې خپلې ټولې هڅې جاري ساتي. هغه زیاته کړې، سوداګر او پانګهوال د هېواد په ابادۍ کې اړین رول لري، نو په کار ده چې د خپل وطن په ابادولو کې برخه واخلي.
































