ټرمپ غواړي هغه کسانو ته سخته سزا ورکړي چې د روسیې او طالبانو د اړیکې په اړه یې معلومات رسنیو ته ورکړي دي. د هېل نشریه لیکي داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ټرمپ غواړي په سپينه ماڼۍ کې د هغو کسانو په اړه پلټنه وکړي چې د روسیې له لوري د امریکايي عسکرو د وژلو پر سر د انعام ورکولو معلومات یې رسنیو ته ورکړي دي. د سرچینې په خبره داسې شک کېږي چې په دې مسئله کې به لږ تر لږه لس کسه ښکېل وي او ښايي ټرمپ د پردې تر څټ دغه کسان سزايي کړي. بلخوا د امریکا سنا ویلي چې ددې مسئلې په اړه ټرمپ باید پخپله ځواب ووايي. د امریکايي سناتورانو په خبره دا عادي مسئله نه ده، چې د امریکا یو سیال هېواد دې د امریکایي عسکرو د وژلو پر سر انعام ورکوي او د امریکا ولسمشر دې له دې قضیې نه وي خبر. د سناتورانو په باور ټرمپ له روسیې سره خواخوږي لري ځکه یې پر هره کړنه سترګې پټوي.
































