د جبل السراج د سمنټو فابریکې د تولید ظرفیت د ورځې له ۲۰ ټنو څخه ۷۰ ټنو ته لوړ شوی دی. د یادې فابریکې مسوول محمد صابر وايي چې په دې فابريکه کې په دوو شفتونو کې شاوخوا ١٦٥ تنه په کار بوخت دي. د جبل السراج سمنټو فابریکې مشر له مرکزي حکومت او ملي پرمختیايي شرکت څخه غواړي چې د دغې فابریکې د تولید ظرفیت د ورځې ۳۵۰۰ ټنو ته لوړ کړي. ځکه چې د اړتیا وړ تخنیکي ځواک او خام مواد په اسانۍ موندل کیږي. نوموړی وايي، چې د دې فابريکې ټول ماشينونه له کاره لوېدلي او نوي ماشينونو ته اړتيا لري.
































