د چين د سوداګرۍ وزارت تازه شمېرنه ښيي چې د روان کال په می کې په ټول هېواد کې د مصرفي توکو د خرڅلاو عمومي ارزښت ۳۷۸۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۲ اعشاريه ۷ زيات شوی دی. د روان کال له جنورۍ څخه تر مې پورې د مصرفي توکو د پلورنې عمومي ارزښت ۱۸۷۶۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۹ اعشاريه ۳ زياتوالی ښيي.
د روان کال په لومړيو پنځو مياشتو کې د تجارتي توکو د انلاين پلورنې ارزښت ۴۸۱۰ ميليارډه يوانه ښودل شوی چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۱ اعشاريه ۸ زيات شوی دی.
































