د چين د ګمرکونو ملي ادارې وياند لیو دا ليانګ د جون په ۱۷ مه د چين د لانګ فانګ نړيوال اقتصاد او سوداګرۍ غونډې په څنډه کې وويل، د دغه هېواد د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ ارزښت په لومړي ځل له ۲ تريليونو يوانو څخه اوښتی او ۲.۱ تريليونو يوانو ته رسېدلی چې د ۲۰۲۱م کال په پرتله ٪ ۷.۱ زیاتوالی ښيي.
نوموړي وويل، پدې وروستيو کلونو کې د چين انلاين بهرنۍ سوداګرۍ چټک پرمختګ کړی او زیات کسان د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ له اسانتياوو څخه برخمن شوي دي.
د چين د ګمرکونو ملي ادارې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۲م کال کې د چين د انلاين بهرنۍ سوداګرۍ د صادراتو او وارداتو پيمانه د دغه هېواد د مالونو د صادراتو او وارداتو په حجم کې ٪ ۴.۹ برخه جوړوي.
په انلاين ډول د چين د پلورل شوو تجارتي توکو ٪ ۳۴.۳ برخه پر امريکا پلورل شوې ده.
































