مالیې وزارت ویلي چې تېره شپه د تورخم ګمرک منسوبینو د یوې صادراتي ټولګې د پلټنې پرمهال یو شمېر تاریخي آثار کشف او ترلاسه کړي دي. یاد تاریخي آثار، چي پر ډېر مهارت د بار وړونکي صادراتي موټر په سويچ بورد کي ځای پر ځای شوي وو او پاکستان ته قاچاقي لېږدول کېدل نیول شوي دي. ویل کیږي، چې نیول شوي تاریخي اثار او تورن کس د نورو څېړنو لپاره اړوند ارګانونو ته ور پېژندل شوی دی.
































