پرون او وړمه ورځ د سیمې له ځينو هېوادونو سره د افغان حکومت له لوري خبرې شوې دي. وړمه ورځ ولسمشر غني د سیمې له ګڼو هېوادونو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي. پرون بیا د افغان سولې په تړاو د پاکستان، افغانستان او چین درې اړخیزه غونډه شوې ده. په دې غونډه کې هم د سولې پر وروستیو پرمختګونو خبرې شوې او له طالبانو غوښتل شوي چې تاوتریخوالی کم کړي. بلخوا داسې راپورونه هم شته چې د زندانیانو د خلاصون پر سر ناندرۍ ښایي د دې سبب شي چې بین الافغاني خبرې وځنډېږي.
پرون د هېواد د بهرنیو چارو وزارت وویل چې پاکستان، چین او افغانستان پر افغان سوله درې اړخیزه غونډه کړې ده. دغه غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوې ده او په هغه کې د درېواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو چارواکو ګډون کړی دی. په دې غونډه کې پاکستان او چین ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له روانو هڅو او بهیر سره هر اړخیزه مرسته کوي او دې ته لېواله دي چې دلته روانه جګړه د خبرو له لارې حل شي. دوی له طالبانو غوښتي چې ژر تر ژره دې تاوتریخوالی کم کړي او د بین الافغاني خبرو لپاره تیاری ونیسي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې په دې غونډه کې د طالب زندانیانو پر خلاصون، روان تاوتریخوالي او نورو مسایلو هم بحثونه شوي دي. درې واړو هېوادونو د سولې په لار کې پر شته خنډونو او حللارو هم خبرې کړې دي. د هېواد په وینا، چین او پاکستان ویلي چې په افغانستان کې له بشپړ اوربند ملاتړ کوي او ښه به وي چې د افغانانو دغه مهمې غوښتنې ته درناوی وشي. د ده په خبره: ((دواړو هېوادونو د تاوتریخوالي له کمښت، د بشرپاله اوربند له تامین او په بېړه د افغانانو ترمنځ د مذاکراتو له پیله ملاتړ وکړ)).
بلخوا وړمه ورځ هم ولسمشر غني د سیمې د هېوادونو له مشرانو او د بهرنیو چارو وزارتونو له چارواکو سره د ویډیويي کنفرانس له لارې پر افغان سوله خبرې کړې دي. د ده په خبره، افغان حکومت سولې ته ژمن دی، خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام د دې سبب شوی چې د سولې هڅې له خنډ سره مخ شي. هغه خبرداری ورکړی چې که طالبان همداسې تاوتریخوالي ته ادامه ورکړي، نو د سولې بهیر ښایي زیانمن شي. په دې کنفرانس کې د سیمې هېوادونو له ولسمشر غني سره ژمنه کړې وه چې د سولې له بهیر ملاتړ کوي او پر طالبانو یې غږ کړی و چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره د باور فضا پیاوړې کړي.
له دې سره جوخت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي بیا وایي چې ځینې کسان د سولې په لار کې خنډ جوړوي او په وینا یې، ملګري ملتونه باید د دغه بهیر نظارت وکړي. هغه وايي، ملګري ملتونه باید هغه کسان او کړۍ وڅاري چې سولې ته خنډ جوړوي او اجازه نه ورکړي چې د سولې روان بهیر تر منزله ورسېږي. هغه په ښکاره د کوم هېواد یا مشخصو کړیو نوم نه دی اخیستی.
افغان حکومت بیا تمه لري چې د روانې میلادي میاشتې په اوږدو کې بین الافغاني خبرې پيل شي، خو سرچینې وايي چې طالبان د پنځه زره بندیانو تر خلاصون وروسته بین الافغاني خبرو ته تیار دي. تېره ورځ هم په رسنیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ښایي د زندانیانو د خلاصون پر سر د اختلاف له امله بین الافغاني خبرې وځنډېږي. د افغانستان د ملي امنیت شورا هم وایي چې د طالبانو څه باندې ۵۰۰ زندانیان ځکه نه خوشي کوي چې پر دوی حق العبد او د فساد، غلا او قتل په ګډون په نورو جرمونو تورن دي. امنیت شورا وایي، له طالبانو یې غوښتي چې د دې کسانو پر ځای د نورو کسانو نومونه ورکړي؛ ځکه د قوانینو له مخې، دغه کسان له زندان نه شي ازادېدلی. د سولې په لار کې داسې مهال دغه ستونزې جوړېږي چې ټول نړیوال او ملي اړخونه د بین الافغاني خبرو د ژر پیلېدو غوښتونکي دي.
































