د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د جاپان له ځانګړي استازي کانسوکي ناگاوکا سره په کابل کې د لیدنې پر مهال د افغانستان او سیمې د روان وضعیت په اړه خبرې کړې دي. پهدې کتنه کې همداراز د افغانستان د ابادۍ او پرمختگ لپاره د زدهکړو پر ارزښت هم خبرې شوي او هیله يې ښودلې چې د نجونو پر مخ د تعلیم دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي.
































