د امریکا د ایلینوی ایالت په شیکاګو ښار کې د موټرو یو پارکنګ په یوې میله کې د ډزو له امله ۲۳ تنه ویشتل شوي چې یو پکې وژل شوی او ۲۲ نور ټپیان دي. پولیسو ویلي چې خلک د موټرو په دې پارکنګ کې د تور پوستو امریکایانو د مریتوب د پای نمانځلو د مراسمو لپاره راټول شوي و چې ناڅاپه یو شمیر کسانو ډزې پیل کړې. د پولیسو په اعلامیې کې د ۲۲ کسانو ټپي کیدل او یو تن وژل کیدل تایید شوي او پولیسو ویلي چې ځیني کسان په ټیل ماټیل کې ژوبل شوي هم دي.
































