د کندوز د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په چهاردرې او علي آباد ولسوالیو کې د څښاک اوبو د دوو شبکو د بیا رغولو چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکې د چهاردرې ولسوالۍ په خواجه کفتر او د علي آباد ولسوالۍ په خیلي ګدا نمبر ۲ کليو کې د ځايي خلکو په لس سلنې ونډې سره د ۵ میلیونو، ۷۵۶ زره او ۴۳۰ افغانیو په لګښت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري بیا رغول کېږي. د مسوولینو په وینا، د دغو شبکو په بیا رغولو سره به د یادو کلیو ۲ زره او ۹۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.
































