اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې د هند په دوو ګڼ نفوسه ایالتونو اتر پرادېش او بیهار کې د سختې ګرمۍ له امله د مړو شویو کسان شمېر نږدې ۱۰۰ ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، هندي ډاکټرانو هغو کسانو ته چې عمرونه یې له ۶۰ کلونو لوړ او په بېلابېلو ناروغیو اخته دي، سپارښتنه کړې چې د ورځې په اوږدو کې په کورونو کې پاتې شي.
































