په کابل کې په دې وروستیو شپو او ورځو کې د برېښنا د پرچاویو ډېرښت کابل مېشتي او یو شمېر کارخونه لرونکي اندېښمن کړي دي. د کابل اوسېدونکي وايي، د هوا په ګرمېدو سره د برېښنايي وسایلو لپاره برېښنا ته اړتیا لري او د برېښنا له شرکته غواړي چې د برېښنا پرچاوي راکمه کړي. له دې سره سم د برېښنا شرکت مسوولین وايي، د هوا په ګرمېدو سره هېوادوال د برېښنا له انرژي ډېره استفاده کوي او په وینا یې دغه وضیعت ته د رسېدنې لپاره دوه زره میګاواټه برېښنا ته اړتیا ده.
































