د میدان وردګو ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په سید آباد او جغتو ولسوالیو کې د خوراکي توکو او اوبو مصؤنیت تر سرليک لاندې ۲۵ بیلابیلې پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه پروژې د CDCS بنسټ په مالي مرسته بشپړې شوې، چې په کې د ۴ میلیونو، ۶۳۴ زره او ۳۷۹ افغانيو په ارزښت د ۱۵ لاسي څاه ګانو او د ۵ چینو اساسي رغول، چې پر مټ یې ۵۸۸ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې او دغه راز ١۵۷ کورنیو ته د روغتیا ساتنې په پار روغتیایي بستې او د پاک چاپېریال رامنځته کېدو په موخه ١٠۵ مبرزونو بیا رغول شامل دي.
































