د سرپل ولایت د بلخاب ولسوالۍ د بلخاب ښارګوټي په خوله کې تېره شپه د اورلګېدنې له امله اووه دوکانونه له ټولو وسایلو سره سوځېدلي او د هټیو مالکینو ته یې ۱۵ میلیونه افغانۍ زیان اړولی دی. د دغه ولایت د امنيې قومندانۍ وياند وويل، چې دغه اور د شپې له خوا د دغې ولسوالۍ د سيمه ييزو مسوولينو او خلکو په همکارۍ مهار شو. نوموړي زیاته کړه، چې دغه اورلګېدنه د برېښنا لین د شارتۍ له امله رامنځته شوې ده.
































