په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال دای بينګ د جون په ۱۹مې نېټې پر نړيوالې ټولنې غږ وکړ چې په ليبيا او سيمه کې د سولې او ثبات د ټينګښت لپاره خپله پاملرنه او پانګونه زياته کړي.
دای بينګ د ليبيا په اړه د امنيت شورا په پرانيستې غونډه کې د وينا پر مهال وويل، چين د ((۶+۶)) ګډې کمېټې ستاينه کوي چې د جون په لومړيو کې يې څو دورې خبرې اترې وکړې او په نتيجه کې يې د ټاکنو قانون د مسودې په اړه ابتدايي موافقې ته ورسېدل. چين د ليبيا پر ټولو خواوو غږ وکړ چې د شته لاسته راوړنو پر بنسټ د نظريو تبادلې او ډيالوګ وساتي، د کليدي مسئلو په برخه کې د اجماع جوړولو لپاره هڅې وکړي او د سياسي واک د انتقال د پرمخبيولو لپاره شرايط برابر کړي.
هغه وويل، د افريقا وروستی وضعیت یو ځل بیا وښوده چې د دغه وچې د ستونزو حل لپاره په داخل کې د لارې موندلو ته اړتیا ده.
نړیواله ټولنه باید د((لیبیايانو په مشرۍ او د لیبیا په ملکیت)) اصولو ته درناوی وکړي، د ليبيا د ټولو خواوو مشروع اندېښنو ته پام ورکړي، د لیبیا د سیاسي پروسې لپاره رغنده ملاتړ چمتو کړي او د بهر له خوا ور باندې تپل شویو پلانونو له تطبیقه ډډه وکړي. (ژباړه: شکريه)































