د لغمان د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په الینګار ولسوالۍ کې د ۶ څاه ګانو د کیندنې چارې پیل شوې. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه څاه ګانې د یو میلیون او ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت کېندل کېږي، چې پر مټ به یې شاوخوا ۴۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي. د مسوولینو په وینا، د یادو څاه ګانو د کیندلو چارې به د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
































