د ملګرو ملتونو د جنېوا په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د جون په ۱۹مه نېټه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۳مه غونډه کې د سوډان مسئلې په اړه وينا وکړه.
چن شو وويل، د سوډان له پيچلي کورني چاپيريال سره سره، د دې هيواد حکومت لا هم د بشري حقونو د ساتنې او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ميکانيزم سره پر همکارۍ ټينګار کړی، چې د ستاينې وړ دی. که غواړو سوډان کې سولې او ثبات ته ورسېږي او باید د سوډانيانو د لارښوونې او مالکيت پر اصولو ټينګار وکړو او د سوډانيانو په اتکا د حل قانوني چلند پيدا شي. چین له افریقا لیګ او نورو سيمه ييزو سازمانونو څخه ملاتړ کوي چې د سوډان د ستونزې په حل کې لا زیات رول ولوبوي. د بشري حقونو شورا هم بايد د سيمه ييزو سازمانونو له کارونو ملاتړ وکړي چې د حالاتو له لا پېچلتيا مخه ونیول شي. د دغه هيواد له اجازې پرته هلته د یوه ځانګړي میکانیزم رامینځته کول به له سیمه ییز وضعیت سره مرسته ونکړي.































