په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د سويس په نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين دايمي استازي چن شو د جون په ۲۰مه نېټه د بشري حقونو شورا په ٥٣مه غونډه کې يوه وينا وکړه او د بشري حقونو په اړه يې د چين دريځ څرګند کړ.
چن شو وويل، اوسمهال د بشري حقونو نړيوالې چارې له سختو ننګونو سره مخامخ دي، بېلا بېلې خواوې دې د متقابل درناوي او معقولې روحيې پر بنسټ د بشري حقونو د سالم پرمختګ د هڅونې او بشري حقونو ته د سياسي رنګ ورکولو د مخنيوي لپاره اقدامات غوره کړي.
چن شو وويل، چين تل خلکو ته د اهمیت لومړیتوب ورکړی او د خپلو واقعي وضعيتونو سره سم یې د بشري حقونو د پرمختګ لاره ټاکلې. نن ورځ د چين شينجيانګ، شيځانګ او هانکانګ د اقتصادي پرمختګ، ټولنيز ثبات او د بشري حقونو د پرمختګ په ساحو کې بې سارې لاسته راوړنې تر لاسه کړې. چين غواړي د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د تصويبېدو د ٧٥مې کليزې په مناسبت له نورو هېوادونو او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له عالي کميشنرۍ سره په ګډه د امنيت له لارې د بشري حقونو د ساتنې، د پرمختګ له لارې د بشري حقونو د هڅونې او د همکارۍ له لارې د بشري حقونو د پرمختګ لپاره مثبته انرژۍ برابره کړي. (ژباړه: شکريه)































