د میدان وردګو ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو کې د څه باندي ۱۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۴۲ پروژې چارې پیل شوې. د یادو پروژو د پیل مراسمو کې د دغه ولایت والي وویل، چې دغه پروژې د نړیوال بانګ په مالي ملاتړ په مرکز میدان ښار، جلرېز، اوله حصه بهسودو ولسوالۍ کې پلې کېږي، چې په کې به سلګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي. نوموړي دغه راز زیاته کړه، چې نږدې راتلونکې کې به دې ته د ورته نورو پروژو چارې هم پیل شي. په دغو پروژو کې د کانالونو پاکول، بې وزله کورنیو سره د نغدو پیسو مرستې او پر سړکونو جغل اچولو چارې شاملې دي، چې چارې به یې د دوو میاشتو په موده کې بشپړې شي.
































