د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې په کابل کې د نفتي توکو بیې د تېرو میاشتو په پرتله، کموالی موندلی دی. د صنعت او سوداګرۍ وزارت د تېلو او نفتي توکو د بیې د ټيټېدو لامل د خصوصي سکټور لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول ګڼي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټينګار کوي، چې تر دې وروسته سوداګر کولی شي له کومې ستونزې پرته له بېلابېلو هېوادونو تېل وارد کړي. بل خوا، ځينې تېل پلورونکي وایي، چې اوسمهال په کابل کې د یو لېټر پټرولو بیه له ۶۷ افغانیو نه ۶۱ افغانیو ته او د یو لېټر ډېزلو بیه له ۶۴ افغانیو نه ۶۲ افغانیو ته راټيټه شوې ده.
































