د افغاني سرې میاشتې او دوو خصوصي روغتونونو تر منځ د یوې هوکړې له مخې ۲۰ تنه ماشومان، چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې تر درملنې لاندې نیول کېږي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې په تېرو شاوخوا ۱۱ میاشتو کې د افغاني سرې میاشتې له لوري پلازمېنه کابل کې بېلابېلو روغتونونو ته ۱۳۰۸ ماشومان د درملنې په موخه ورپېژندل شوي دي.
































