د اقتصاد وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو له ځانګړي همغږي کوونکي فریدون سینیرلي اوغلو سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د نړيوالې ټولنې د اړيکو د پياوړتيا او د اقتصادي وضعيت ښهوالي لپاره پر پرمختيايي پروګرامونو خبرې کړې دي. د اقتصاد وزارت سرپرست د بندیزونو او مجازاتو دوام او د افغانستان د اسعارو د پانګې کنګل کېدل د روانو اقتصادي ننګونو لامل وباله او د بندیزونو د لرې کېدو او له ملګرو ملتونو څخه یې د هېواد د اسعارو د پانګې د خلاصون غوښتنه کړې ده. نوموړي د سرپرست حکومت او ملګرو ملتونو ترمنځ په مستقیمو خبرو اترو، همغږۍ او تعامل کې د شته اقتصادي وضعیت اساسي حل او ښه والی مهم بللی او ویلي یې دي، چې د هېواد له اقتصادي وضعیته باید سیاسي ګټه پورته نهشي.
































