د فاریاب ځايي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په خانچهارباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د مسوولینو په وینا، دغه پېښه نن سهار د خانچهارباغ ولسوالۍ په حدبخشي سیمه کې د یو کرولا او ریکشا د ټکر له امله رامنځته شوې، چې په کې یو کس مړی شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون په کې ۶ تنه ټيپان شوي دي. د یادې پېښې ټپيان د اندخوی ولسوالۍ ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
































