د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير چين ګانګ د جون په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې د پاکستان د لويو درستيزانو له مشر ساحر شمشاد میرزا سره وکتل.
چين ګانګ په ياده ليدنه کې ويلي، چې د پاکستان ځواکونه د دې هېواد مهم قدرت دی او د چين او پاکستان ترمنځ د دوستۍ کلک ساتونکی او ملاتړ کوونکی دی. هيله ده چې د پاکستان پوځ په دوامدار ډول د خپل هېواد ثبات خوندي کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره نور او نوي خدمتونه وکړي. هېواد يې له پاکستاني ځواکونو څخه مننه کوي، چې په تېره اوږده موده کې په پاکستان کې د چيني کارکوونکو او پروژو د امنيت د ساتنې لپاره يې ګڼ شمېر کارونه تر سره کړي.
ساحر ويلي، چې د پاکستان او چين ترمنځ اړيکې تر سمندرونو ژورې، تر غرونو لوړې، تر شاتو خوږې او تر فولاد کلکې دي. د پاکستان ځواکونه به په دوامدار ډول د چين او پاکستان ترمنځ اقتصادي دهلېز په شمول بېلابېلې دوه اړخيزې همکارۍ خوندي کړي او د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ لپاره به تضمين برابر کړي.
































