د سوداګرۍ نړيوال سازمان دارالانشاء د جون په ۱۹مه نېټه په جنيوا کې د چين مسوده چې د دې سازمان د سوداګرۍ او چاپېريال ساتنې کمېټې ته وړاندې شوې، خپره کړې. چين د اروپايي ټولنې د کاربن سرحد د سمون ميکانيزم په بېلګه وړانديز کړی، چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د څارنې رول لا نور ښه ولوبوي او د چاپېريال ساتنې پاليسۍ په اړه څو اړخيز بحثونه ترسره کړي، کوم چې پر سوداګرۍ مهمه اغېزه لري.
د چين دغه مسوده وايي، چې اوس د سوداګرۍ پاليسي او د چاپېريال ساتنې پاليسي په پر له پسې ډول سره نښلول کېږي او ځينې تدبيرونه پر سوداګرۍ لويه او مهمه اغېزه لري. دا چې د سوداګرۍ نړيوال سازمان د وزيرانو ۱۲مې غونډې د اړوندو تدبيرونو په اړه څواړخيز بحثونه ترسره کېږي، د سوداګرۍ او چاپېريال ساتنې کمېټې صلاحيت او د یاد سازمان رول پياوړی کولای شي او د ملګرو ملتونو د ۲۰۳۰م کال اجنډا او د تلپاتې پرمختیا د موخې لپاره د څواړخيز سوداګريز ميکانيزم خدمات کولای شي.
































