د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال وايي، اطلاعاتو او کلتور وزارت د مس عینک پروژې د لرغونو او تاريخي آثارو انتقال او استحکام ته ژمن دی او غواړي د يوې طرحې له مخې د قراردادي شرکت پر وړاندې خنډونه لرې کړي. نوموړی وايي، چې د مس عینک پروژه د افغانستان او چين لپاره اقتصادي او تاريخي ارزښت لري او غواړو چې ژر تر ژره يې عملي چارې پيل شي. دی زیاتوي، چې د میس عینک د کان په سیمه کې به د تاریخي اثارو لپاره یو موزیم جوړ کړي او هغه تاریخي اثار چې وضیعت یې ښه دی، یاد موزیم ته به انتقال شي.
































