پاکستان وایي د هند له ترهګریزو فعالیتونو به د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان ته شکایت کوي. په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي منیر اکرم ویلي هند په پاکستان کې د ننه له یو شمېر ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او په ورانکاریو کې لاس لري. دده په خبره هند د چین پر قونسلګرۍ برید کې، د بورس بازار چاودنه او پاکستان کې د نورو امنیتي ګواښونو په رامنځ ته کولو کې ښکېل دی او باید ملګري ملتونه دې مسئلې ته پاملرنه وکړي. دده په خبره د هند له دغه ترهګریزو کړنو به ملګرو ملتونو ته شکایت کوي. پاکستاني چارواکي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې دغه هېواد د معتبرو نړیوالو بنسټونو، امریکا او ځینو نورو هېوادونو له لوري د ترهګرو ستر ملاتړی بلل شوی دی او له دې امله ځينې بندیزونه هم ورباندې لګول شوي دي.
































