د کونړ د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، چې د دغه ولایت په څوکۍ او ناړۍ ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د ټولنیز ملاتړ او معیشت پروګرام په اډانه کې د ګڼ شمېر پراختیايي پروژو چارې پیل شوې.د یادو پروژو د پیل پرمهال د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا رییس وویل، چې دغه پروژې د UNOPS موسسې په مالي ملاتړ پلې کېږي، چې په کې د ۱۰۰ کیلو مترو په اوږدوالي د کانالونو پاکول، د ۲ زره ۵۰۰ مترو په اوږدوالې د کانالونو محافظوي دېوالونو جوړول او د سربندونو جوړولو سربېره، د ۷۵ کیلو مترو په اوږداوالي د کلیوالي سړکونو رغولو چارې شاملي دي.نوموړي دغه راز وویل، چې په دغو پروژو کې ۱۶ زره ۵۰۰ کسانو ته لنډ مهاله کاري زمینه هم برابره شي.
































