د چين صدراعظم لي چيانګ د فرانسې د حکومت په بلنه د جون د ۲۱مې نېټې په ماسپښين پاريس ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې په رسمي ليدنه پيل کړی.
لي چيانګ وويل، چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د سږکال په اپرېل کې د فرانسې له ولسمشر ايمانويل ماکرون سره يو لړ ستراتيژيک توافقات تر لاسه کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د هراړخيزې ستراتيژيکې ملګرتيا په اړه يې نقشه طرح کړې. چين هيله لري، چې له فرانسې سره د دغې نقشې د تطبيق لپاره ګډې هڅې وکړي، يو بل ته ورخلاصون پياوړی کړي، د چين او فرانسې او د چين او روپا ترمنځ د غرضې ټينګ ځنځير جوړ کړي، خپلمنځي کلتوري تګ راتګ زيات کړي او د نړيوالې سولې، ثبات او پرمختګ لپاره نور زيات باور او ځواک برابر کړي.
لي چيانګ پاريس ته له رسېدو وروسته د سچنېرډر الکټرونيک ګروپ (Schneider Electric) د نوښت له مرکز څخه ليدنه وکړه. هغه د دې ليدنې په ترڅ کې هيله وښودله، چې دغه ګروپ په چين کې د خپل کاروبار پر پراختیا ټينګار وکړي او د همکارۍ د شکل نوښت ته دوام ورکړي.
لي چيانګ د همدې ورځې په ماښام د چين او فرانسې د صنعتي او سوداګريزو برخو په مېلمستيا کې ګډون او وينا وکړه او د چين او فرانسې ترمنځ د همکارۍ په اړه يې درې فقره ييز وړانديز وکړ. د فرانسې د اقتصاد وزير برونو ليماير او د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ څه باندې ۱۰۰ استازو په دغه مېلمستيا کې ګډون درلود. وزير ليماير د هرکلي په وينا کې وويل، چې فرانسوي تصدۍ له چيني بازار سره ډېره علاقه لري او غواړي، چې د هوانوردۍ، خوراکي موادو او بيا کارېدونکې او نوې انرژۍ په برخو کې همکارۍ پياوړې کړي.
لي چيانګ به له فرانسې څخه د ليدنې په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر ايمانويل ماکرون، صدراعظمې ايليسابيټ بورني او د مشرانو مجلس له مشر ګيرارډ لارشير سره کتنه وکړي او د نړۍ د پانګو پيوستون د نوي تړون په سرمشريزه کې ګډون او وينا به هم وکړي.































