په ملګرو ملتونو کې د چین دايمي مرستیال استازي دای بين د جون په ۲۰مه نېټه ويلي، چې جنوبي سوډان په نړۍ کې تر ټولو نوی هېواد دی، نو نړيواله ټولنه بايد د جنوبي سوډان د سياسي بهير په اړه زغم وساتي، په تېره بيا د دغه هېواد ملي حاکمیت ته دې درناوی وکړي او له بهرنيو فشارونو او لاسوهنې څخه دې ډډه وکړي.
نوموړي د جنوبي سوډان د مسئلې په اړه د امنیت شورا په يوه غونډه کې ويلي، چې چين بېلابېلې خواوې هڅوي، چې د اړوند تړون او پلان له مخې، په کليدي برخو کې کارونه چټک کړي، د سیاسي انتقال لپاره ښه زمينه برابره کړي، د اړوند تړون د پلي کېدو په بهير کې توپيرونه حل کړي، د راتلونکي پرمختګ او د خلکو د اساسي ګټو په موخه د ډيالوګ او سلامشورې له لارې مسئلې حل کړي او امنيت او يووالی وساتي.































