چين به لږ تر لږه ۳۰۰۰ تصدۍ وهڅوي، چې د 5G فابريکې جوړې کړي
د چين د صنايعو او معلوماتو وزارت په دې وروستيو ورځو کې « د صنعتي انټرنېټي شبکې د ځانګړې کاري ډلې د ۲۰۲۳م کال کاري پلان » خپور کړی. دغه کاري پلان د پاليسۍ سيستم، اساسي تأسيساتو، د نوښت سيستم او په نورو برخو کې ۱۱ مهم عمليات او ۵۴ تدبيرونه وړاندې کوي.
کاري پلان ښیي، چې د 5G صنعتي انټرنېټي شبکې د پياوړتیا کاري پلان جوړ او پلی کړي. د اساسي تأسيساتو په برخه کې، لږ تر لږه ۳۰۰۰ تصدۍ وهڅوي، چې د 5G فابريکې جوړې کړي او د فابريکو شمېر له ۳۰۰ څخه زيات کړي، ۳۰ ازمايښتي او نمونوي بېلګې جوړې کړي، د 5G فابريکو لومړی لېسټ خپور کړي او د 5G صنعتي انټرنېټي شبکې د پرمختګ او ادارې میکانيزم بشپړ کړي.































