د چين دولتي شوراد جون په ۲۱مه نېټه په يوه مطبوعاتي غونډه کې ويلي، چې د دغه هېواد د نوې انرژۍ موټر د صنعت په چټک پرمختګ سره، د چارج د تأسيساتو پيمانه په پرله پسې ډول لويېږي.
له ۲۰۱۵م کال څخه تر ۲۰۲۲م کال پورې، په چين کې د برېښنايي موټرود چارج د تأسيساتو شمېر له ۱۰۰ زرو څخه ۵ میلیونو او ۲۱۰ زرو ته رسېدلی، چې په منځني ډول هر کال ۷۰۰ زره زيات شوی. په تېره بيا له ۲۰۲۱م کال راهيسې، د نوې انرژۍ موټرونو او د چارج تأسيساتو شمېر په ډېر چټکه توګه زيات شوی. د سږکال د مې مياشتې تر پای پورې، د چارج د تأسيساتو شمېر د ۶ ميليونو او ۳۵۶ زرو ته رسېدلی دی.































