د چين صدراعظم لي چیانګ د جون له ۲۰ مې نېټې تر ۲۱ مې نېټې پورې د جرمني له باوريا ایالت څخه ليدنه وکړه او د دغه ایالت له رئيس مارکوس سودیر سره يې وکتل. نوموړي په خپلو خبرو کې د جرمني تصديو ته بلنه ورکړه چې په پانګونې چين ته لاړ شي او د چين او جرمني ترمنځ د عملي همکاريو د نويو پرمختګونو لپاره کار وکړي.
لي چيانګ مارکوس سودير ته وويل، باوريا ایالت د چين او جرمني ترمنځ د اقتصادي او سوداګريزو همکاريو او دوستۍ په پراخولو کې تر نورو وړاندې مثبت رول لوبولی دی. چين له باوريا ایالت سره لرغونې دوستۍ ته په درنه سترګه ګوري او د دواړو هېوادونو دوست ولایتونه او ښارونه به وهڅوي چې متقابل باور، راکړې ورکړې او خپلمنځي اړيکې نورې هم پراخې کړي، څو زیاتې ګډې ګټې ترلاسه کړي.
مارکوس سودير وويل، باوریا ایالت له چین سره د اقتصادي اړيکو له پرېکون سره مخالفت او د ګډو همکاريو، پرانيستي بازار او د تخنیکونو د شراکت ملاتړ کوي او هيله لري چې چين سره خپلمنځي اقتصادي او سوداګريزې همکارۍ او اړیکې تقويه کړي او د اقليمي بدلون په ګډون له نړيوالو ننګونو سره ګډه مقابله وکړي.
د چين صدراعظم لي چيانګ په همدې ورځ په باوريا ایالت کې د بي اېم ډبلیو شرکت (BMW) د موټرونو د نندارځي له نړیوال مرکز او د سيمينس شرکت (SIEMENS) له مقر څخه هم ليدنه وکړه.































