سره له دې چې پیونګ یانګ په وار وار له امریکا سره خبرې بې ګټې بللې او ویلي یې دي چې له دغه هېواد سره خبرو ته وخت نه لري، خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه مرکه کې ویلي چې چمتو دی د شمالي کوریا له رهبر کېم جونګ اون سره د اټومي پروګرام پر سر خبرې وکړي. هغه زیاته کړې، که چېرته دا کار د امریکا او شمالي کوریا اړیکو ښه والي سره مرسته کوي نو دی په ډېره علاقه تیار دی ورسره وویني. ټرمپ یو ځل بیا ویلي چې کېم یې ښه ملګری دی او له هغه سره د خبرو له لارې ممکن یوې مثبتې پایلې ته ورسېږي.
































