د چین صدراعظم لي چيانګ پر ځايي وخت د جون د ۲۲مې په ماسپښين په پاريس کې د پاکستان له صدراعظم محمد شهباز شریف سره وکتل.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې وويل، چين به په پر له پسې توګه د ملي حاکميت، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا په ساتنه کې ، دغه راز د خپلو ملي شرايطو سره سم د پرمختيايي لارې په انتخابولو کې او د ثبات، پرمختګ او سمسورتيا په برخه کې به د پاکستان ملاتړ وکړي.
ده زیاته کړه، چې چين غواړي د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په برخه کې له پاکستان سره ګډې همکارۍ پياوړې کړي، د دواړو هېوادونو د اقتصادي دهلېز په ګډون د سترو پروژو د جوړولو او د دې دهليز د باکيفيته پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي، ترڅو د دواړو هیوادونو په اقتصادي او ټولنیز پرمختګ کې ښه مرسته وکړي.
همداراز لي چیانګ وویل، چين به د تل په څېر د پاکستان د اقتصاد د چټک پرمختګ ملاتړ وکړي. هيله ده چې پاکستان په کلکه او مؤثره توګه په خپل هېواد کې د هر ډول له ترهګریزو ډلو سره مبارزه وکړي.
هغه زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه بايد په ګډه د نړيوال عدالت ساتنه او د چين او پاکستان او حتی د زياتو پرمختيايي هېوادونو د ګډو ګټو ساتنه وکړي.
شهباز په خپلو خبرو کې وويل، پاکستان او چين په هر اړخیزه توګه دوستان او وروڼه دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستي ټينګه او نه ختمېدونکې ده. د پاکستان او چین د دوستۍ ژورول په پاکستان کې د ټولو برخو ګډه نظریه ده. پاکستان د يو چين پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي، د ملي حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا د ساتنې په برخو کې له چين څخه ټينګ ملاتړ کوي او غواړي له چين سره د اقتصادي دهليز د لوړ کيفيت د پرمختګ او په بېلا بېلو ساحو کې د متقابلو ګډو پر بنسټ د همکاريو د پياوړتيا لپاره کوښښ وکړي.
شهباز شریف زیاته کړه، چې پاکستان به تر خپلې وسې پورې په خپل هېواد کې د چيني اتباعو او ادارو امنیت وساتي. پاکستان د چين د کنټرول او ځپلو د هر ډول هڅې مخالفت کوي او په څو اړخيزو چارو کې به له چين څخه ټينګ ملاتړ وکړي.
































