د چين صدراعظم لي چيانګ پر ځايي وخت د جون د ٢٢مې په ماسپښين په پاريس کې د فرانسې له ولسمشر امانويل مکرون سره وکتل.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې دې ته اشاره وکړه، چې چين او فرانسه او چين او اروپا هر يو خپلې ځانګړتياوې لري او بايد خپلمنځي همکارۍ لا پياوړې کړي، د ذروي انرژۍ او فضايي چارو په برخو کې د خپلمنځي همکارۍ د پياوړتيا ترڅنګ دې د چاپیریال ساتنې، ډیجیټلي اقتصاد، مصنوعي ځيرکتیا او پرمختللي تولیداتو په برخو کې همکارۍ پراخې کړي، ترڅو زياتې ګډې ګټې تر لاسه کړي.
ده زیاته کړه، چې چين خپلې تصدۍ هڅوي، چې په فرانسه کې پانګونه وکړي او غواړي چې له فرانسې سره په نړيوالو چارو کې د نظريو تبادلې او همغږۍ ته دوام ورکړي، چين به د فرانسې د ګټورو وړاندیزونو ملاتړ وکړي، نړيوالو ننګونو ته په ګډه ځواب ووايي او نړیوالې سولې او ثبات ته وده ورکړي.
مکرون په خپلو خبرو کې وويل، فرانسه له چين سره اړيکو ته په ډېره درنه سترګه ګوري، د يو چين د پېژندنې پر تګلارې ټينګار کوي او غواړي له چین سره د فضا، اټومي انرژۍ او کرنې په برخو کې همکارۍ ژورې کړي. مکرون زیاته کړه، چې فرانسه د چيني تصدیو هرکلی کوي، څو په فرانسه کې پانګونې وکړي او د شنه چاپېريال ساتنې او نوې انرژۍ په څېر په نویو ساحو کې همکارۍ پراخې کړي.
ده همداراز وویل، چې په نړۍ کې د ننګونو په وړاندې، فرانسه او چين بايد پر اغېزمن څو اړخيزم ټينګار وکړي، د نړيوالې ټولنې يووالی پياوړی کړي، د نړيوالې حکومتولۍ ښه والی او د نړيوالو مسئلو د حل لارې چارې پرمخ بوزي.
































