د چين استازي د جون په ٢٢مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۳مه غونډه کې يوه وينا وکړه او پر جاپان يې غږ وکړ، چې سمندر ته د ذروي ککړو اوبو د خپرېدو په اړه د نړيوالې ټولنې معقولو اندېښنو ته ځواب ووايي.
د چین استازي وویل، چې د جاپان له خوا سمندر ته د اټومي ککړو اوبو ایستل د ملګرو ملتونو د سمندر له قانون څخه سرغړونه ده. جاپان د اقتصادي لګښت په پلمه سمندر ته اټومي ککړې اوبه اچوي او دغه کړنه يې د ټولو انسانانو ژوند له خطر سره مخ کوي او د بېلا بېلو هېوادونو د خلکو د روغتیا حق ته سخت زیان رسوي.
ده زیاته کړه، چې جاپان باید په کور دننه او د نورو هېوادونو د سختو مخالفو غږونو او د نړیوالې ټولنې معقولو اندېښنو ته په درنه سترګه وګوري، په صادقانه توګه خپلې نړیوالې دندې پوره کړي او اتومي ککړې اوبه په شفافه او تر ټولو خوندي طریقه اداره کړي.
































