امریکا ته د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د سفر پرمهال، د امریکا له ولسمشر جو بایډن او نورو لوړ پوړو چارواکو سره د ځینو مسایلو تر څنګ پر افغانستان هم خبرې کړې دي. د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي، ولسمشر بایډن او لومړي وزیر نرېندرا مودي د یوه سوله ییز، امن او باثباته افغانستان لپاره پر خپل کلک ملاتړ ټینګار کړی دی. دواړو مشرانو دغه راز د اوسني بشري وضعیت په اړه هم خبرې کړي او افغانانو ته یې د بېړنیو بشري مرستو د دوام پر اړتیا موافقه کړې ده. د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي، ولسمشر بایډن او لومړي وزیر مودي د افغانستان د سرپرست حکومت پر چارواکو غږ کړی چې د ښځو او نجونو په ګډون د ټولو افغانانو بشري حقونو او د بیان ازادۍ ته درناوی وکړي. د هند لومړی وزیر نرېندرا مودي د سې شنبې په ورځ امریکا ته د درې ورځني رسمي سفر لپاره تللی و. دا سفر د هند او امریکا تر منځ د دوه اړخیزو اړیکو لپاره خورا مهم بلل کېږي.
































