ننګرهار کې یو شمېر سوداګرو د ایران له سفیر حسن کاظمي قمي سره په لیدنه افغان سوداګرو ته له ایران څخه د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په برخه کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه. د د ې ولایت سوداګرو همدا راز له ایراني چارواکو او د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې سوداګرۍ دې له سیاسي مسایلو جلا کړي. په همدې حال کې د ایران سفیر یادو سوداګرو ته د ایران له اړخه د هر ډول اسانتیاوو د رامنځته کېدو ژمنه کړې ده. د ایران سفیر ویلي چې هېواد یې غواړي د افغانستان له لارې له چین سره سوداګري پيل کړي. د افغانستان د سوداګرۍ خونه بیا وايي، چې له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره ښې اقتصادي اړیکې غواړي او له دې سره په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو ګډې پانګونې ته لېوالتیا لري.
































