په کندوز ولایت کې صنعت کاران او خصوصي تولیدي شرکتونه د کورنیو تولیداتو لپاره بازار موندنه او د حکومت ملاتړ غواړي. صنعت کارانو په یوه غونډه کې له حکومته وغوښتل چې له صنعت کارانو او خصوصي شرکتونو ملاتړ وکړي او په دولتي ادارو کې د کورنیو تولیداتو د مصرف او کارونې لپاره اسانتیاوې رامنځته کړي. د کندوز د صنایعو او کانونو خونې رییس وايي که حکومت د صنعت کارانو لپاره صنعتي ښارګوټی جوړ کړي د دوی تولیدات به زیات شي او بې روزګاره کسانو ته به د کار زمینه برابره شي. د کندوز ولایت سیمییز چارواکو په دغه ولایت کې پانګوالو او د تولیدي شرکتونو خاوندانو ته ډاډ ورکوي، چې د ملاتړ او بازار موندنې په برخه کې به له هیڅ راز هڅو څخه ډډه ونکړي.
































