د المان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، له څو میاشتو ځنډ وروسته به په افغانستان کې خپلو محلي کارکوونکو ته د جون په ۲۶مه د ویزې ورکولو لړۍ بېرته پیل کړي. المان خبري اژانس د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند له قوله لیکلي، په لومړي قدم کې به هغو کسانو سره مرسته وشي چې په پاکستان او ایران د المان ویزو ته په تمه دي. په راپور دا هم راغلي، چې دا پروګرام به تر راتلونکو اونیو پراخ شي، څو هغه هدف ته ورسېږي چې په اونۍ کې ۱۰۰۰ تنه افغانان المان ته ولېږدول شي.
































