په کراچۍ کې د افغانستان د سفارت کونسل وايي، د پاکستان په زندانونو کې د بندي افغانانو د خوشې کېدو هڅې روانې دي. نوموړی وايي، لا هم ۲۸۲ کسان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي. د افغانستان د سفارت کونسل وايي، تېره پنجشنبه هم د سند ایالت له زندانونو ۱۳ نور افغان بندیان خوشې او د چمن له لارې افغانستان ته ولېږدول شول.
































