د چين د کارتون ۱۹م نړيوال فېسټيوال د جون د ۲۴مې نېټې په ماسپښين په هانګ جو ښار کې پای ته ورسېد. د دې فېسټيوال د اجرائيوي کميټې د لومړنيو شمېرو له مخې، په دغه فیسټیوال کې په انلاين او افلاين ډول د ګډونوالو شمېر ۱۰،۸۱ ميليونو تنو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه په افلاين ډول په بېلا بېلو فعاليتونو کې د ګډونوالو شمېر ۹۵۵ زرو تنو ته رسېدلی دی.
یاد فيسټيوال د روانې مياشتې په ۲۰مه نېټه په هانګ جو ښار کې پيل شو، د روانې میاشتې د ۲۴مې نېټې د غرمې تر ۱۲ بجو پورې، د ۶۷ هېوادونو او سيمو ۵۶۷ چيني او بهرنيو شرکتونو او سازمانونو، ۲۳۰۵ سوداګرو او مسلکي شخصیتونو په دغه فېسټيوال کې ګډون وکړ. د فېسټيوال په ترڅ کې د لاسليک شویو تړونونو پانګونې ۱،۴۸۵ مليارډو يوانو ته رسيدلې دي.































