د سږکال د جون له ۲۲مې نېټې څخه تر ۲۴مې نېټې پورې په چين کې د دوان وو اختر رخصتي وه او معلومات ښيي چې په دې موده کې د چين سلانيز بازار ګرم و. د دغه هېواد د کلتور او سيلانۍ وزارت د شمېرنې له مخې، په ۳ ورځنې رخصتي کې د سيلانيانو شمېر ۱۰۶ ميليونو تنو ته او د سيلانيزو چارو عايدات ۳۷ ميليارډه او ۳۱۰ ميليونو يوانو ته رسيدلی، چې د تېر کال د همدې رخصتۍ په پرتله په جلا جلا توګه ۳۲ اعشاريه ۳ سلنه او ۴۴ اعشاريه ۵ سلنه زياتوالی ښيي.
































