د افغانستان لپاره د آلمان ځانګړي استازي په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو سره کتلي دي. د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین وایي چې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر په دوحه کې له مارکس پوتزل سره کتلي دي. دده په وینا په دې لیدنه کې د سولې پر روان بهیر، د تاوتریخوالي پر کموالي، د بین الافغاني خبرو پر پيل او د زندانیانو پر خلاصون خبرې شوې دي. طالبانو ویلي چې دوی هوکړې ته ژمن دي او باید نور اړخونه هم هغه څه عملي کړي چې په هوکړه کې راغلي دي. مارکس پوتزل هم ویلي چې المان د افغانستان د سولې په پروسه کې همکارۍ او مرستې ته ژمن دی او دواړو لورو ته په کار ده چې تاوتریخوالی کم کړي او د سولې لپاره زمینه مساعده کړي.
































