د هلمند د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایي، چې په مارجې ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخستنې ته وسپارل شوه. د دغه ولایت د کلیو، بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دغه شبکه د مارجې ولسوالۍ په شپږم بلاک کې د یونیسېف موسسې په مالې ملاتړ د ٦ میلیونو ٧٨٩ زره او ٥٣٩ افغانیو په لګښت جوړه شوې، چې په کې د ٢٠ زره لېټره په وړتیا د اوبو یوې زېرمې جوړول او لمریز برېښنا سېسټم رغول شامل دي. د مسوولینو په وینا، د یادې شبکې په جوړېدو سره ۲۴۹ کورنیو ، دوو مدرسو او ۶ جوماتونو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې دي.
































